د ملګرو ملتونو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی

د ملګرو ملتونو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی


  • 2 کاله دمخه (18/01/2023)
  • کامران احمدزی
  • 692

د ښځو د حقونو په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو لپاره د ملګرو ملتونو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی.

له یوناما څخه په خپره شوې خبرپآڼه کې راغلي چې  دا پلاوی د سه شنبې په ورځ کابل ته رسېدلی دی.

په دغه پلاوي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمینه محمد، د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مشره سیما بحوث او ددغه سازمان د سیاسي برخې لوړ پوړی چارواکی خالد خیاري شامل دي..

یاد پلاوي افغانستان ته له راتګ وړاندې  په سیمه، د خلیج په هیوادونو او په  آسیا او اروپا کې هم له څو هیوادونو سره د میرمنو او نجونو د حقونو او پایه داره انکشاف په اړه خبرې کړې وې.

دوی دغه راز په انقره او اسلام اباد کې له افغان مېرمنو او همدارنګه په قطر کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو سره هم کتلي وو.

اسلامي امارت لاهم کابل ته د دغه پلاوي د را رسېدو په اړه څه نه دي ویلي.