روسیي پانګوال: د کانونو په برخه کې پانګونې ته چمتو یوو

روسیي پانګوال: د کانونو په برخه کې پانګونې ته چمتو یوو


  • 11 مياشتي دمخه (25/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 411

روسیي پانګوال وايي، دوی او د کانونو د استخراج روسیي شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

د روسیې، چین او د افغانستان یو شمېر افغان پانګوالو تېره ورځ د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې روسیي پانګوال په افغانستان کې نفرایټو، لاجورد، مرمر کانونو په برخه کې یې د پانګونې غوښتنه کړې.

هغه دغه راز د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډو استخراجي شرکتونه د جوړولو غوښتنه هم کړې ده.
د کانونو او پترولیم وزارت څخه په خپره شوې خبرپآڼه کې راغلي چې شهاب الدین دلاور پانګوالو ته د هر ډو اسانتیاو د رامنځته کېدو ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته په کور دننه د کانونو استخراج زیات شوی، چې ګڼ شمېر بهرني شرکتونو هم په دې برخه کې پانګونه کړې ده.