له افغانستان په وتو سره تروریستان بیا فعال شوي

له افغانستان په وتو سره تروریستان بیا فعال شوي


  • 2 مياشتي دمخه (17/09/2024)
  • سمسور نیوز
  • 58

ګراهام لېنزي پر جوبايډن او کاملا هرېس نېوکې سره ویلي، که دوی واک کې پاتې شي د ۱۱م اکټوبر به بیا تکرار شي.

دغه جمهوري غوښتونکي سناتور ویلي چې له افغانستان څخه د امریکا په وتلو سره یو ځل بیا ټول تروریستان فعال شوي دي.

نوموړی ادعا کړې، چې د امریکا سرحدونه خلاص دي او یو شمېر دا تروریستان امریکا ته داخل شوي دي.

نوموړي همداراز د بایډن اداره د اوکراین جنګ ته د حل لارې په پیداکولو کې په ناتوانۍ تورنه کړه.