خلیلزاد: دواړه خواوې دې یو سیاسي توافق ته ورسیږي

خلیلزاد: دواړه خواوې دې یو سیاسي توافق ته ورسیږي


  • 4 کاله دمخه (20/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1058

 

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایی، حکومت او طالبان باید د خلکو غوښتنو ته درناوی وکړي او ژر تر ژره یوه سیاسي توافق ته ورسیږي.

زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په افغانستان کې روانه خپلمنځي جګړه هیڅ راز مشروعیت نه لري او دوی پر ټولو لوریو غږ کوي،چې تاوتریخوالی ختم او اوربند وکړي.

خلیلزاد په غزني ولایت کې وروستی ترهګریز برید غندلی او وایي دغه راز بریدونو ته چې وحشت او وینه تویول رامنځته کوي، باید اجازه ورنه کړل شی.

خلیلزاد وایي، دعامو افغانانو وژنه د سولې د دښمنانو کار دی او باید دواړه لوري د جګړې په پای ته رسولو سره د هغوی مخه ونیسي.