- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ډاکټر فرقان احمد توقير
- 1110
«ولسمشر محمد اشرف غني د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري بلخ ته تللی...»
لوړ خبر په همدغه محتوا او ټکيو له ارګه رسنيو ته رسېدلی. مانا رسنۍ يوازې د دغه خبر د خپرواي مسووليت لري، د سکښت او جوړښت پړه يې د ارګ ده.
په لويه کې د دې مانا دا ده چې ډاکټر محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه بلخ ته نه دی تللی.
د خبر بين السطور مخاطب ته دا مفهوم لېږدوي چې ولسمشر د هېواد دننه کوم ولايت ته نه، بلکې کوم بهرني هېواد ته د سفر موزې په پښو کړې دي.
د ولسمشر او بلخ د امپراتور د څرګندونو توپيري اړخونه هم سړی په دې حقيقت پر غوږ وهلای شي چې خبرې او ليده کاته د دوو سيالو اړخونو يا قدرتونو تر منځ غځېدلي دي.
په بلخ کې ولسمشر غني، د دوښمن پر څرګند تعريف تمرکز ته ورګرځي، خو امپراتور د افغانستان جګړه د لويو قدرتونو جنګ ګڼي چې د خپلو ګټو او سياليو لهپاره يې تود کړی دی.
امپراتور د ګاونډيو د لاسوهنو پر ځای د افغانستان جګړه د زبرځواکونو د ګټو جنګ ياد کړی، خو د لويو قدرتونو نوم يې نه دی اخيستی.
په دغه تعبير کې د ده نيت څرکند دی او هغه دا چې دی غواړي د زبرځواکونو د ګټو له سياليو د را ولاړې جګړې دوړې ګردونه او د وينو خاپونه پر ولسمشر غني ور وغورځوي او ده ته له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک ګوته لکه کړي.
د عطا محمد نور د واک او ځواک بېډۍ له هماغه پيله ميره ده. ده له پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني هغه دواړو سره ټانټې ژوولې، دواړه د ده د مکر، زور او کبر مثلث ته په ګونډو شول، له همدې ځايه د ولسمشر غني اوږده مصنوعي خندا په ده پورې د تاريخ زهرجنه خندا ګرځېدلې ده.
دلته وه چې امپراتور ګام په ګام د ښاغلي غني د سياسي ماتې د نقشې کرښې کش کړې، لومړی يې ځان نږدې دوه کاله د سرپرست والي په توګه پر ده وتاپه، بيا يې پرې د مقابل لوري او سيال په توګه رسميت پېژندلو ته ټيټ او د پاخه والي پر فرمان اړ کړ.
اوس د لويو سياستونو لهپاره له ولايته د خپلې استعفا هغسې بيه غواړي چې نږدې ده ولسمشر غني د پولۍ ټک ته کښېنوي.
ده په ډېر مهارت پر ولسمشر غني د خپل شعار، داعيې او ژمنو جنازه پورته او په کومه سپېره کراړه دښته کې په بېشناختې قبر کې خاورو ته وسپارله.
له امپراتور سره د ولسمشر غني جوړجاړي له حکمتيار سره د دولت د سولې هوکړه دومره تر خپل سيوري لاندې کړه چې پر بري او پايښت يې شکونه نږدې په ټينګ باور واړول.
که څه هم په واک کې د امپراتور ونډه کره وه، دی لومړنی يوازېنی والي دی چې په کابينه کې وزير يا ښايي وزيران لري، خو د ده وزير دومره کاواکه او بېکفايته ختلی چې دی يې هم پر زمولوونکې پښېماني اړ کړ.
دا د جنګسالارانو د انتخاب هغه سليقه او ظرفيت دی چې همېشه او ډېر ژر يې اوبه پر مورګو اوښتې دي. اوس امپراتور د سياسي واک د يوه بل قلمرو په هڅه او لټه کې دی چې وار له مخه يې د معينانو، سفيرانو او بلا نورو لوړو چوکيو او مقاماتو په تر لاسه کولو کې را ټوله کړې ده.
غني وايي؛ عطا له ده څخه د ځان لهپاره څه نه دي غوښتي، خو حقيقت دا دی چې عطا هر څه د ځان لهپاره غواړي، هر څه د ځان بولي، په هره پرمختيا کې ځان لټوي، په هر څه کې ځان ورته ښکاري، ان چې ولسمشر غني ته هم د ځان لهپاره لاس ورکوي.
ولسمشر غني داسې ګڼي چې عطا يې خپل کړ، خو دې ته يې پام نه دی چې په دغه هڅه کې ده ډېر خپل له ځانه پردي کړل.
د عطا پاليسي، سټراټېژي او تکتيک دا دی چې له غني څخه خپل پردي او د لوخې په څېر بېخ په اوبو کې، سر يې وچ و اوسي.
په حکومت او دولت کې د واک د متعددو او موازي مرکزونو تر منځ د سياسي لوبو د نوي پړاو هر ګام ولسمشر غني ته يوه لومه ده چې د ده سياسي، اکاډميک او ملي نفوذ له زيان او بربادي سره مخامخوي.
داسې يو قمار چې د ده رغنده چارې او پروګرامونه د مات کړه، جوړ کړه په معاملو او جوړجاړيو کې پر ښکېلتيا او بوختيا بېاغېزې، ناباوره او ناکامه کړای شي.
سرخط ورځپاڼه