د ناروې حکومت: له ا.ا سخت خواشیني یوو

د ناروې حکومت: له ا.ا سخت خواشیني یوو


  • 2 کاله دمخه (12/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 638

تېره ورځ د ناروې په اسلو کې د «نوبل سولې جایزې فورم» تر عنوان لاندې په غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرې شوې دي.

په دې ناسته کې د ناروې د بهرنیو چارو وزېرې « اناکین هویتفیلت» ویلي چې که څه هم اسلامي امارت له دوی سره کړې ژمنې نه دي عملي کړې، خو بیا به هم له اړمنو افغانانو سره د دوی مرستې دوام وکړي.

هغې ویلي، اسلامي امارت د نجونو ښوونځي تړلي او بشري حقونو ته درناوی نه لري، چې په دې برخه کې دوی ترې خپه دي. 

هغې پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې دوی به افغانان یوازې پرې نه ږدي.

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر « فلیپو ګراندي» ویلي چې له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله لار نشته.

د هغه په خبره، د افغانستان له نوي حکومت سره د تعامل د نشتوالي پایلې به ډېرې خواشینونکې وي.

د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې  په پخواني حکومت کې د میدان وردګو ښاروالې ظریفې غفاري هم له اسلامي امارت سره په خبرو ټینګار کړی.