د یو ملک واکمنو چې اویا کاله په منافقت کې ژوند کړی وي او خپل ملک یې هم د منافقت پر بنسټ رامنځته شوی وي ، له هغو څخه د خیر طمعه لرل سیاسي جهالت دی. اساساً ټولې هغه افغان سیاسي ډلې چې په پاکستان کې رامنځته شوي او د افغانستان په باب چې ټولې هغه غونډې په پاکستان کې جوړې شوي ، هېڅکله یې افغانستان ته خیر نه دی رسولی.د مذهب په جامه کې د افغانستان د ورانۍ یو سیاسي فورمول له اویاوو کلونو راهیسې را روان دی. اوس نو خبره د سپینسترګۍ وروستي حد ته رسېدلې ده. یو ځل مخکې د همدې پاکستان یو صدراعظم ( لیاقت علي خان) هم د افغان مېرمنو او افغان کلتور پر وړاندې همداسې سپوره او ترخه ژبه کارولې وه ، خو هغه وخت د یو افغان اتل ( ببرک خان ځدراڼ ) یو زړور زوی ( سیداکبرخان ) په هغه غونډه کې حاضر و، کله چې یې په خپلې تومانچې لیاقت علي پر تندي وویشت ، نو د درېیمې ترخې خبرې مجال یې ورته په ستوني کې وچ کړ.اوس نو هغه حال او احوال نه دی ، افغانستان د خپلو سیاستوالو د سیاسيي تېروتنو له امله دومره منزوی شوی چې په (۵۲) اسلامي هېوادونو کې یې هم څوک د یو غړي مسلمان هېواد او دولت په توګه په رسمیت نه پېژني. هغه هېواد چې د اسلام په نامه یې د هر کور له پنځو غړو درې قرباني شوي ، بیا هم په اسلامي نړۍ کې د مسلمان په توګه خپل ځای نه لري.
کاشکې په دې غونډه کې د سیداکبرخان په څېر یو څوک وای چې عمران خان یې د لیاقت علي خان پر برخلیک اخته کړی وای. خو موږ د زمانې توپانونو دومره ومروړلو چې اوس نو د خپل وخت یو مدام الخمر هم زموږ پر کلتور خبرې کوي ، هغه شخص چې نه کلتوري مطالعه لري ، نه دیني او نه د افغاني ټولنې پر ټولنیز جوړښت ، مدني بهیر او تاریخي شالید خبر دی، هغه اوس غواړي د افغاني ټولنې د تصویر تعبیر نړۍ ته وړاندې کړي . عجیبه خبره ده هغه هېواد چې لا تر دې دمه د توغندیو لپاره د خپلو سړیو نًومونه نه لري او د ښونځیو لپاره د تاریخي مېرمنو ، هغوی اوس نړۍ ته زموږ د تصویر انځور ګران دي .دا حالت زموږ د هېږاد د تېرو شلکونو او اوسنیو واکمنو د متواترو تېروتنو د ګډ ترکیب نتیجه ده.
هغه نسلي پښتانه چې په لر کې د پنجاب او په بر کې د فارس د کلتور په بطن کې حل شوي او دل شوي دي ، هغوی ټول عمر د خپل پښت پر لمن داغ وو او د پښتنو تر ټولو لوی دښمنان ګڼل کېږي ، نصیرالله بابر او همدا عمران خان یې هلته یو دوه مثالونه دي او دلته یې هم د مثالونو کمی نه شته.