د دوحې تړون؛ که بیا ونه کتل شي سوله زیانمونوي

د دوحې تړون؛ که بیا ونه کتل شي سوله زیانمونوي


  • 3 کاله دمخه (10/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1108

 

د دوحې تړون د یو خاص هدف لپاره په بېړه لاسلیک شوی، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه پکې هيڅ تضمین نشته.

د جمهور رئیس دوهم مرستیا سرور دانش وايي اړتیا ده، چې د دوحې پر تړون له سره کتنه وشي؛ خو که امریکا یاد تړون بیا ونه ارزوي؛ نو ښايي د سولې روانه پروسه به له جدي ستونزو سره مخ کړي.

نوموړي نن په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر خوان پدرو شیرر سره په کته کې وویل، افغانان اوس تمه لري، چې نړیواله ټولنه او په خاص ډول امریکا باید د دوحې پر هوکړې له سره غور وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ  د تېر کال په فبروري میاشت کې تړون لاسلیک شوی و؛ خو اوس د امریکا نوی حکومت وايي، چې د ټرمپ د ادارې له لوري له طالبانو سره پر شوي تړون له سره کتنه کوي.