نورستان کې د غره ښویېدنې له امله ۱۰ کسان مړه شوي؛ د نورو لټون روان دی

نورستان کې د غره ښویېدنې له امله ۱۰ کسان مړه شوي؛ د نورو لټون روان دی


  • 9 مياشتي دمخه (19/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 441

تېره شپه د نورستان ولایت د نور ګرام ولسوالۍ د تتين درې په نکره کلي کې د غره ښويېدنې له امله شل کورونه تر خاورو لاندې شوې دي. 

د نوروستان ولایتي چارواکي وایي، ۱۰ مړي له خاورو راوېستل شوي او د نورو لټون روان دی. 

د چارواکو په خبره، ښايي د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ شي. دغه پېښه د زياتو اورښتونو له امله رامنځته شوې ده. 

د یو بل خبر له مخې، د زیاتو اورښتونو او واورو ښوېيدنو له امله د کونړ ـ نورستان لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

چارواکي وایي، اورښت دوام لري خو هڅې پيل شوې چې دغه لاره ډېر ژر د ترافیکو پرمخ بېرته پرانيستل شي.