د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو اټکل کړی دی.
یاد وزارت په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې نن شنبه (د لېندۍ ۲۴مه)به د سالنګ په ګډون د هېواد شمال ختیځ، شمال لویدیز، لوېدیځ، سوېل او مرکزي ولایتونه له خاورو او دوړو سره د تېزو بادونو شاهد وي.
سرچینې په بېلابېلو سیمو کې د دغو بادونو د سرعت کچه په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو پورې اټکل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د هېواد یو شمېر ولایتونه د سختو ورښتونو او سېلابونو شاهدان وو.