ایران او ازبکستان له افغان سولې ملاتړ کړی.

ایران او ازبکستان له افغان سولې ملاتړ کړی.


  • 3 کاله دمخه (06/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1238

سمسور (سه شنبه - د وري - ۱۷) د راپورونو پر بنسټ، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا سربېره د افغان سولې پر روان بهیر هم خبرې کړې دي.

د ایران لوړ پوړي جواد ظریف ویلي، چې هېواد یې د افغان سولې پروسه کې همکارۍ ډېروي او دوی همد راز په دې باور دي، چې افغان جګړه یوازې د مذاکراتو له لارې پای ته رسېدای شي.

ازبکستاني لوري هم ټینګار کړی، چې هېواد یې تل له افغان سولې ملاتړ کړی او د سیمې له هېوادونو سره په مشترک ډول بیا هم په دې برخه کې هر ډول اړینو همکاریو ته چمتو دي.

ایران او ازبکستان داسې مهال پر افغان سوله خبرې کوي، چې د راپورونو له مخې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناستې ته یوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.