سمسور (۱۸غوایی۱۴۰۱) هرات کې ځايي چارواکي وايي، د وروستيو اورښتونو له کبله د دغه ولايت په چشت ولسوالۍ کې د سلما بند کاسه ډکه شوې ده.
چارواکو همدارنګه زیاته کړې، چې د دغو اورښتونو له کبله د دغه بند درې غير فعال توربينونه هم بېرته فعال شوي دي.
د معلوماتو لهمخې، د سلما بند د يادو توربينونو په فعالېدو سره ۴۰ ميګاواټه اضافي برېښنا د هرات شبکې ته داخله شوې ده.
د ویلو ده، چې د تېرو دوو کلونو وچکاليو له کبله په سلما بند کې د برېښنا د توليد کچه د پام وړ راکمه شوی وه او د دغه ولايت د اړتيا لویه برخه د ترکمنستان او ايران له وارداتي برېښنا پوره کېده.