کاناډا د نویو مهاجرینو په قبلولو کې کمښت راولي

کاناډا د نویو مهاجرینو په قبلولو کې کمښت راولي


  • 2 مياشتي دمخه (24/10/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 83

د کاناډا لومړي وزیر ویلي چې دې هېواد ته د ور داخلېدونکو مهاجرینو د منلو کچه کموي. 

جاسټن ټروډو پر خپله ایکس پاڼه لېکلي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې غواړي کاناډا ته د ورتلونکو کډوالو په قبلولو کې د پام وړ کموالی راولي. 

نوموړي دا پرېکړه په کاناډا کې د نفوسو د زیادښت کنټرول او د یو پایدار اقتصاد په پار کړې او په خبره یې دا پرېکړه یې لنډمهاله ده.

 

راپورونه ښيي چې سږ کال به کاناډا ۳۹۵ زره نوي مهاجرینو ته دایمي تابعیت ورکړي او دا شمېر به په ۲۰۲۶ کال کې ۳۸۰ زره او په ۲۰۲۷ کال کې به ۳۶۵ زرو ته راټيټ کړل شي.