غني وايي موقت حکومت به د وینې بهیدو لامل شي

غني وايي موقت حکومت به د وینې بهیدو لامل شي


  • 3 کاله دمخه (30/01/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1121

ولسمشر محمد اشرف غني‌ وايي موقت حکومت هیڅ راز مشروعیت نه لري او زیاتوي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.

ولسمشر غني د امریکا له اسپن امنیتي بنسټ سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرو کې نویمو کلونو ته په اشارې سره وویل چې د موقت حکومتونو طرحه ناکامه ده ځکه د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ وروستیو پېښو وښوده چې دغه چاره د نظام د پاشل کېدو سبب شوه او دا ډول حکومتونه د کورنیو جګړو او وینې تویدو لامل شوي‌ دي.

نوموړی وایي، دی په هیڅ ډول د سولې مخالف نه دی، بلکې په وینا یې د سولې لپاره یې اساسي کارونه کړي او د سولې اتل دی.

ولسمشر غني وايي، زلمی خلیلزاد د امریکا استازی دی او د امریکا له ګټو ملاتړ کوي، خو په وینا یې دی د افغانستان ولسمشر دی او له افغاني ګټو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یو مشر عباس ستانکزي ویلي د سولې لپاره باید اشرف غني استعفا وکړي،‌ خو ارک وايي چې قانون د ولسمشر په اړه پوره وضاحت لري او د ولسمشر دنده دا ده چې بل منتخب ولسمشر ته په سوله ییز ډول واک انتقال کړي.