نورستان کې ۶۳۱۸ کورنیو ته خوراکي توکي ورکول کېږي.

نورستان کې ۶۳۱۸ کورنیو ته خوراکي توکي ورکول کېږي.


  • 3 کاله دمخه (23/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1145

د نورستان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۶۳۱۸ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش  لړۍ پیل شوه.

 

د دغو مرسته شویو خوراکي توکو د وېش پر مهال د نورستان والي، ډاکټر عبدالغفور ملکزي ویلي، چې هرې اړمنې کورنۍ ته ۹۲ کیلو ګرامه وړه، ۱۷ کیلو ګرامه دال، ۹ کیلو ګرامه غوړي، ۲ کیلو ګرامه مالګه، ۱۱ کیلو ګرامه د حامله مېرمنو او ۳ کیلو ګرامه د کوچنیانو لپاره د خوار ځواکۍ مواد ورکول کېږي، چې په مجموعي ډول به ترې د دې ولایت ۶۳۱۸ کورنۍ برخمنې شي.

 

د یاد ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت والي د خوړو نړیوال پروګرام مؤوسسې څخه مننه کړې او د نورو همکاره مؤوسسو یې د مرستو هیله کړې ده.

 

نورستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تر ډېره د مسوولینو له پامه غورځېدلی.

 

 د دې ولایت د اوسېدونکو د نورو ستونزو سربېره بله هغه ستونزه دهده، چې په خبره یې د روغتیایي خدمتنو له کمښت سره مخ دي او  په بار بار یې له چارواکو څخه غوښتي، چې دې ولایت جدي پاملرنه وکړي.