د امریکايي ځواکونو حضور به په لنډ مهال کې تمدید شي.

د امریکايي ځواکونو حضور به په لنډ مهال کې تمدید شي.


  • 3 کاله دمخه (25/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1105

امریکايي ځواکونه به افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي او په لنډ وخت کې به د یادو ځواکونو د ماموریت موده تمدید شي.

 

د امریکا مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې رئیس سناتور جک رید ویلي، چې په لنډ وخت کې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور نېټه بیا نوې شي.

 

جک رید تېره ورځ خبریالانو ته ویلي، چې امریکا نه غواړي له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي او دغه هېواد به په نژدې راتلونکي کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه ژر فیصله وکړي.

 

سناتور جک رید یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر لوړ پوړو امریکايي چارواکو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو خبره کړې وه.