ا.ا: د نجونو د زدکړو په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره کار روان دی

ا.ا: د نجونو د زدکړو په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره کار روان دی


  • 2 کاله دمخه (03/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 787

د کورنیو چارو سرپرست وزیر له مارکس پوتزل سره په لیدنه کې ویلي چې د نجونو د زده کړو او په غیر دولتي موسسو کې د مېرمنو پر کار د بندیز لرې کولو لپاره پر یوې دایمي حل لارې کار روان دی.

له یاد وزارت څخه تېره ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په دې لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت د شرعي احکامو او د افغانستان د کتلو مطابق د رامنځته شویو ستونزو د دایمي حل لارو په لټه کې دی.

په ورته مهال بیا له یوناما څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پوتزل په دې لیدنه کې ویلي، چې په غیر دولتي موسسو کې پر مېرمنو د کار بندیز به بشري ناورین ژور او د افغانستان انزوا به ورسره نوره هم زیاته شي.

په ورته مهال د یوناما سرپرست له پخواني جمهور رییس حامد کرزي سره هم کتلي دي.

له یوناما څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د اسلامي امارت له لوري د نجونو پرمخ د زده‌کړو او د مېرمنو پر وړاندې د کار بندیز پر پرېکړو او همدا رنګه په ملي کچه د خبرو اترو د ترسره کېدو په اړه بحثونه شوی.

د یادونې وړ ده چې پوتزل تېره ورځ د رییس الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره هم کتلي و.