هیواد کې دکرونا ۱۸۳ مثبتې پېښې ثبت شوې.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د کرونا ۱۸۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شو.
د روغتیا وزارت په خبره په همدې موده کې بیا ۱۰ تنه مړه شوي او ۱۹۱ نور بېرته ترې رغیدلي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت په خلکو غږ کوي، چې رړغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي، ترڅو ددغې ناروغۍ مخنیوی ترسره شي.