چارواکي: له زلزله ځپلیو سره په کېدونکو مرستو کې مداخله نه کوو

چارواکي: له زلزله ځپلیو سره په کېدونکو مرستو کې مداخله نه کوو


  • 2 کاله دمخه (25/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 988

سمسور (۴چنګاښ۱۴۰۱) د ا.ا چارواکي وایي، چې دوی به د لسګونه زره زلزله ځپلو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په وېش کې مداخله ونه‌کړي.

په پکتیکا ولایت کې یو جګپوړی چارواکی خان محمد احمد وایي، د هغو نړیوالو سازمانونو په کارونو کې به مداخله ونه‌شي، چې نړیوالې مرستې وېشي.   

نوموړي زیاته کړې، چې د دوی غړي به په سیمه کې د هر ډول مرستې لپاره تیار وي.

چارواکو ویلي، چې د چهار شنبې د زلزلې له امله شااوخوا ۱۰ زره کورونه ویجاړ شوي دي او د ۲۵۰۰ کسانو په شاوخوا کې خلک مړه او ژوبل دي.

دا ژمنه داسې مهال ده، چې له دې مخکې مرستندویه سازمانونو شکایت کړی و، چې د ا.ا یو شمېر چارواکي د دوی مرستې د خپلې خوښې په کسانو وېشي.