د هند په اتراپردېش کې ټولې دیني مدرسې وتړل شوې

د هند په اتراپردېش کې ټولې دیني مدرسې وتړل شوې


  • 8 مياشتي دمخه (24/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 342

د هند په ترټولو ګڼ نفوس لرونکي ایالت اتراپردېش کې د دیني مدرسو پر فعالیت بندیز لګېدلی دی.  

د رویټرز د راپور له مخې، محکمې وړمه ورځ په دغه ایالت کې د دیني مدرسو د فعالیت لپاره د ۲۰۰۴ کال قانون لغوه کړی او ویلي یې دي، چې یاد قانون په هند کې له قانوني سیکولرېزم سره په ټکر کې و.   

محکمې همداراز ویلي، چې د مدرسو زده کوونکي دي په ښوونځیو کې جذب شي.

اتراپرادېش د هند تر ټولو ګڼ مېشتی د ۲۴۰ میلیون نفوس لرونکی ایالت دی، چې پنځمه برخه یې مسلمانان جوړوي.

د دې ایالت په ۲۵ زره مدرسو کې ۲،۷ میلیونه مسلمان زده کوونکي او دغه راز ۱۰ زره ملایان په دیني زده کړو او تدریس بوخت وو.