د بامیانو والي: بند امیر کې ښځې بې‌حجابه وې، ځانګړی ځای ورته جوړوو

د بامیانو والي: بند امیر کې ښځې بې‌حجابه وې، ځانګړی ځای ورته جوړوو


  • 1 کال دمخه (13/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 470

د بامیانو والي عبدالله سرحدي ویلي، چې په بند امیر ملي پارک کې به د ښځو لپاره ځانګړی ځای جوړ شي.   

نوموړي له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې، چې نن چهارشنبه (د وږي ۲۲مه) خپره شوې ویلي، چې په راتلونکي کال کې به د بند امیر یو بند ښځو ته ځانګړی کړي، چې د پولیسو، ساتونکو او هوټل لروونکو په ګډون به یې ټولې کارکوونکې ښځینه وي. 

دغه چارواکی زیاتوي، چې تر دې وړاندې بند امیر پارک ته ورتلونکې ښځې بې حجابه وې.

د بامیانو والي داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې څه موده مخکې د امر بالمعروف وزیر بامیان ته په سفر کې د بند امیر ملي پارک ته د ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه.‌ 

دا پرېکړه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه. 

سرپرست حکومت تر دې وړاندې په کابل او نورو ښارونو کې هم پارکونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګولی او همدارنګه یې ښځينه حمامونه، ورزشي کلبونه او ان سینګارتونونه هم د هغوی پر مخ تړلي دي.   

بند امیر د افغانستان په مرکزي ولایت بامیانو کې موقعیت لري، چې له مشهورو سیل ځایونو او د هېواد لومړنی ملي پارک یادېږي. 

دغه پارک ته له بامیانو سربېره، له نورو ولایتونو او ان بهرنیو هېوادونو هم ښځینه او نارینه سیلانیان ورځي.