د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغان کډوالو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د هوا سړېدل او د سرپناه نشت به پر کډوالو فشار نور هم زیات کړي.
د یادې ادارې مشرې هیساو ویلي له پاکستان څخه غوښتي چي، د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.
د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخي، په دغه هیواد کي د افغان کډوالو شمېر ۳.۷ میلیونو ته رسیږي، چې نږدې دوه میلیونه یې بې اسنادو دي.
د ملکرو ملتونو د کډوالو د لويي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخي، تر اوسه له ۳۵۰ زره زیات افغان کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو له پاکستان څخه اېستل شوي دي.
که څه هم ګڼو نړیوالو سازمانونو او افغان حکومت څو څله له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو اېستلو بهیر ودروي؛ خو د پاکستان حکومت وایي، چې په خپل دریځ کلک ولاړ دي.