د پاریس د المپیک سیالیو کې د ارجنټاین د فوټبال له مشهور لوبغاړي زیکو څخه د یو میلیون یورو په ارزښت غلا ترسره شوې ده.
د اسپانیایي رسنیو راپورونه په اساس د ارجنټاین له دغه لوبغاړي څخه هغه وخت غلا ترسره شوې چې، نوموړي غوښتل ټکسي ته پورته شي.
زیکو چې د برازیل هېواد د المپیک کاروان غړی هم دی، ویل کېږي چې د نغدي پيسو تر څنګ یې لاسي بکس کې ځیني نور شیان لکه رولکس ساعت او د الماسو یو غاړکۍ چې ۵۰۰زره یورو ارزښت یې درلود غلا شوي دي.
دغه پېښه هغه وخت شوې چې ارجنټاین په فوټبال سیالۍ کې د مراکش پر وړاندې ۱ پر ۲ ماتې خوړلې وه.