بدخشان کې نومول شوی طالب ولسوال ووژل شو.

بدخشان کې نومول شوی طالب ولسوال ووژل شو.


  • 3 کاله دمخه (10/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1201

سمسور (شنبه - د وري - ۲۱) چارواکي وایي، چې تېره ورځ افغان ځواکونو د هوایي قواوو په مرسته د بدخشان ولایت وردوج ولسوالۍ کې هدفمند بریدونه ترسره کړي.

سرچینه وایي، چې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال بدخشان کې د طالبانو نومول شوي ولسوال په ګډون ۲۱ تنه طالبان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینه په خبره، د یادو عملیاتو په پایله کې د طالبانو یو شمېر وسلې، مهمات او همدا راز پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستو کې د افغان جګړې ښکلیل لوري یو او بل ته د ستخو درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.

دا مهال د بدخشان په ګډون د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونه کې د افغان پوځیانو او طالبان جنګیالیو ترمنځ جګړې روانې دي، چې دوی سربېره ملکي خلکو ته هم مالي او ځاني زیانونه اړول شوي دي.