- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
-
- 1233
نن د میزان په شپږویشتمه نیټه د کابل ښار د «کابل ستار» هوټل د کنفرانسونو په لوی تالار کې د افغانستان د قلم د ټولنې په ابتکار د اکادیمیسن سلیمان لایق د اویا کلونو د هنری او ادبی هڅو نماځغونډه جوړه شوه. غونډه چې ګڼ شمیر ادبی او ټولنیزو شخصیتونو پکې ګډون کړی وو د څیړندوی عبدالمجید ندیم لخوا د کلام الله مجید د څو ایتونو په لوستلو سره پیل شوه. بیا د تالار فضا د سلیمان لایق په «ای د آزادی خاورې تا ته مو سلام دی» د سندریز شعر په شانداره زوږ ښکلې شوه او ورسره څیړندوی عبدالغفور لیوال میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې له جوړونکو څخه یې مننه څرګنده کړه. د ادب او فرهنګ لیوال حاجی حسام هم ورته مننه وکړه او د غوره شخصیتونو په ژوند کې یې د دا ډول غونډو جوړول اهم او منلي وبلل. په غونډه کې انجینرې هوسۍ لایق د لایق د کورنۍ په استازیتوب د غرزي لایق هغه ښکلې لیکنه ولوستله چې همدې غونډې ته یې په کورنۍ کې د سلیمان لایق د اړیکو او د کورنۍ په غړو د ده د مبارزو د اغیز په باب په ښکلي ادبی قلم لیکلې او را استولې وه. بیا د لایق د «پاڅون فصل» ښکلی شعر د سهیلا حسرت نظیمی لخوا ولوستل شو چې د اوریدونکو د خاص پام وړ وګرځید. وروسته د افغانستان د سینما تکړه لوبغاړی او ډایرکټر ممنون مقصودی د لایق د «چونغر» یو نظم په تمثیلي ښکلې او ځانګړې بڼه ادا کړ چې حاضرینو په خورا مینه واورید. ورپسې پاړسی شاعر او لیکوال پرتو نادري د لایق په پاړسی شعرونو یوه هراړخیزه، اوږده او ښکلې څیړنه وړاندې کړه چې نه یوازې د حاضرینو بلکې خپله د لایق د پام او خوښې وړ وګرځیده. د پښتو ژبې تکړه شاعر او لیکوال عبدالغفور لیوال هم د «سلیمان لایق، موډرن پښتو شعر د سرلاري» تر عنوان لاندې د لایق د پښتو شعر په نوی والي او موډرنتوب یوه په زړه پورې مقاله ولوستله.
په تالار کې حاضرو ادیبانو، شاعرانو او د لایق د شعر مینه والو تر دې دمه مقالې او د هغو په ترڅ کې یې د لایق پښتو او پاړسي شعرونه په مینه واوریدل. خو د لایق په خپل غږ یې د ده د شعرونو اوریدو ته تلوسه وه. ستیژ ته د لایق په پورته کیدو د حاضرینو دغه تنده د ده لخوا د څو ښکلو شعرونو په وړاندې کولو ماته شوه. بیا څیړنوال محمد نبی صلاحی په سریزو کې د سلیمان لایق د نثر د څرنګوالي په باب یوه څیړنیزه مقاله ولوستله.
د استاد مجید سپند د سیتار ښکلو نغمو د حاضرینو زړونه لا تازه کړل او خوند یې ترې واخیست او ورپسې بیاهم ممنون مقصودي د سلیمان لایق یو ښکلی پاړسي شعر په خاص هنري مهارت په تمثیلی بڼه اجرأ او وړاندې کړ. د غونډې فضا پرتمینه، درنه او شاعرانه وه او بیا د لایق د ټول عمر د دوست، شاعر او لیکوال شپون او سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار په صمیمانه خبرو لا وزمینه شوه او د اطلاعاتو او فرهنګ د معین ښاغلي نبی فراهی په خپلو ارزښتناکو خبرو د غونډې لومړۍ برخه پای ته نژدې کړه او ښاغلي هبرالرشید وزیري ته یې د خبرو وار ورکړ. دا برخه د اکاډیمسن سلیمان لایق په هغو خبرو پای ته ورسیده چې د غونډو د جوړوونکو او ګډونوالو ته یې مننه او کورودانی ووایه. د استاد مجید سپند د سیتار ښکلو نغمو د تالار فضا ته خاص زوږ ورکړی وو او ګډونوالو په خوند خوند د غرمې ډوډی ته مخه کړه.
غونډې ته د سلیمان لایق لپاره د ارادتمندانو او دوستانو لخوا شعرونه هم رارسیدلي وو او د ګلانو ګیډۍ هم ورته ډالۍ شوې