د اوبو او انرژۍ وزارت د کاپیسا ولایت د باغدرې د برښنا بند د تخنیکي مطالعاتو لپاره له یوه چینایي شرکت سره تړون لاسلیک کړ.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، دغه تړون چې د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزير ملا عبداللطيف منصور او د ایمسيسي چینایي شرکت د رييس سونګ وين بينګ ترمنځ لاسليک شو، له مخې به چینايي شرکت د ۸ میاشتو په موده کې د باغدرې د برښنا بند تخنیکي مطالعات ترسره کوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت دا پروژه د مس عینک کان د برېښنا د تولید لپاره مهمه بللې ده.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو درېيو کلونو کې يو شمېر چینايي شرکتونو په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د افغانستان په کانونو کې د پام وړ پانګونه کړې ده.