د بې پولې خبریالانو سازمان د یو راپور په خپرولو سره وايي چې ۲۰۲۰ کال کې تر ټولو زیات ۵۰ تنه خبریالان افغانستان، مکسیکو، سوریه، عراق او پاکستان کې وژل شوي.
ددغه زارمان د راپور له مخې ۲۰۲۰ کال کې ۸ خبریالان مکسیکو، ۵ افغانستان، ۴ هند، ۳ فلپین، ۴ سوریه، یو یمن، ۶ عراق، او ۴ پاکستان کې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو دوه میاشتو کې ۴ افغان خبریالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي او دې چارې افغانستان کې د خبریالانو پر کاري چاپیریال هم ناوړه اغیزه کړې.
ځینې افغان خبریالان وایي که حکومت یې د امنیت خوندیتوب ته جدي پاملرنه ونه کړي ښايي ګڼ شمیر یې خپل کار ته پریږدي.