د لوګر امنیتي مسوولین وایي نن سهار یاد ولایت کې نا پیژنده وسله والو د ملي امنیت دوه کارکوونکي په ډزو سره وژلي.
د مسوولینو په وینا دغه پیښه نن سهار د یاد ولایت مرکز اړوند شهیدانو څلور لارې ته څیرمه رامنځته شوې چې له امله یې د ملي امنیت دوه کارکوونکي وژل شوي او وسله وال بریدګر په تیښته بریالي شوي.
د مسوولینو په وینا د ملي امینت وژل شوي کارکوونکي دواړه سره وروڼه دي.
د یادې پیښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.