د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په ۳۱۷ میلیونه افغانۍ ۷۹ کانګرېڼي، ډبرین او خاورین چک ډېمونه جوړ کړي دي.
دغه معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه چک ډېمونه په ۱۴۰۳- ۴ لېږدیز لمریز کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سرپرست حکومت په لګښت جوړ شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو چک ډېمونو له جملې څخه ۱۶ په هرات، ۱۰- ۱۰ په زابلو او فراه، نهه- نهه په بادغیس او بلخ، اووه- اووه په سرپل او کندز، څلور- څلور په پکتیا او بغلان او پاتې درې په نیمروز ولایتونو کې جوړ شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه چک ډېمونه د سېلابونو اوبو د کنټرول، اوبو ذخیره کولو او وچکالۍ د مخنیوي په موخه جوړ شوي دي.