امریکا د عسکرو له ایستلو وروسته هم افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف مبارزې ته دوام ورکوي.
افغانستان کې د امریکايي پوهنتون پخواني رییس ډاکټر کینټ هالنډ ویلي، چې امریکا به د عسکرو له وتلو وروسته په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف خپل ماموریت ته دوام ورکړي.
د نوموړي په وینا، امریکا ممکن د دې کار لپاره د پوځي مرکزونو په برخه کې د پاکستان مرستې ته اړتیا ولري، تر څو وکولی شي د طالبانو او داعش خلاف جګړه مخ ته یوسي.
کینت هالنډ ویلي، چې امریکا نه غواړي افغانستان کې تېرې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي.
باید یاده شي، چې تر دې وړاندې مک کینزي هم ویلي و، چې د ځواکونو له وتلو وروسته به هم افغانستان کې ترهګرې ډلې وځپي.