بلېنکن: د نړۍ هېوادونه به ژر افغان نجونو ته د زدکړو زمینه برابره کړي

بلېنکن: د نړۍ هېوادونه به ژر افغان نجونو ته د زدکړو زمینه برابره کړي


  • 10 مياشتي دمخه (28/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 390

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن وايي، امريکا، قطر او نور هېوادونه به ډېر ژر د نړۍ ګوټ ګوټ کې افغان نجونو ته د کار او زده کړو اسانتياوې برابرې کړي.

بلېنکن تېره شپه د افغان ښځو اقتصادي مقاومت غونډې ته په وينا کې ويلي، سرپرست حکومت افغان نجونې له ښوونځيو او پوهنتونونو راګرځولې، له کوره بهر د کار کولو مخه یې نيولې، له بنسټيزو ازاديو او بشري حقونو يې محرومې کړې دي. 

دغه امریکایي چارواکي ژمنه کړې چې دوی به په قطر کې سلګونه زره افغان نجونو او مېرمنو ته د کار او عايد سرچينې برابرې کړي.

بلېکن وايي، څيړنې په ډاکه کوي چې د نړۍ له ۸۵٪ سلنه پورته وګړي په دې فکر دي چې ښځې بايد زده کړو ته مساوي لاسرسی ولري.