بریکس: د انجونو پر زدکړو لګېدلي بندېزونه دې لرې شي

بریکس: د انجونو پر زدکړو لګېدلي بندېزونه دې لرې شي


  • 2 مياشتي دمخه (24/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 109

د بریکس تړون غړیو هېوادونو  په یو بیان کې ویلي چې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت په پار د افغانستان د ستونزو سوله ایز حل غوښتونکي دي. 

په دغه بیان کې زیاته شوې چې د بریکس تړون غړي هېوادونه له یو خپلواک، ازاد، سوله ایز، له ترورېزم او نشه یي توکو پاک افغانستان ملاتړ کوي. 

په بیان کې د ټولو افغانانو پر اساسي حقونو ټينګار شوی او زیاته شوې چې سرپرست حکومت دې د انجونو پر زدکړو لګېدلي بندېزونه لرې کړي. 

د بریکس تړون غړیو هېوادونو د افغانستان له خاورې ګاونډیو هېوادونو ته د خطرونو پر مخنیوي ټینګار کړی او په دې برخه کې یې له سرپرست حکومت د پام وړ فعالیتونو غوښتنه کړې ده.