د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۵۸۰ کورنۍ اغېزمنې شوې دي.
اوچا په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې دغو ورښتونو ۳۶ تنه مړه او ۴۷ تنه نور ټپیان کړي دي.
په راپور کې راغلي، چې د دغو اورښتونو له امله ۱۹۸ کورونه په بشپړ ډول لهمنځه تللي او ۷۳۸ نور زیانمن شوي ډي.
د دې ترڅنګ ۴۶ کورنۍ بېځایه شوي، ۴۷۰ څاروي تلف شوي او ۶۳زره ۷ سوه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
بادغیس، فراه، هلمند، کابل، کندهار، لغمان، ننګرهار، پروان او ارزګان هغه ولایتونه یاد شوي، چې تر نورو ډېر زیانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر همدارنکه را روانه اوونۍ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ورښت د نوې څپې خبرداری هم ورکړی دی.
اوچا دغه ورښتونه د اندېښنې وړ بللي او اټکل یې کړی، چې سخت سېلابونه به ورسره مله وي.
بل لورته زیانمن شوي کسان له حکومته او مرستندویه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
د یادونې ده، چې دا مهال د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې پر له پسې باران اوري.