جاپان افغان محصلینو ته تحصیلي بورسیې اعلان کړې

جاپان افغان محصلینو ته تحصیلي بورسیې اعلان کړې


  • 1 کال دمخه (03/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 630

په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی، چې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال لپاره افغان محصلینو ته بورسونه ورکوي. 

دغه سفارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه بورسونه به د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه افغان محصلینو ته ورکړل شي. 

د جاپان سفارت ويلي، چې د جاپاني بورسونو لپاره د محصلينو د ټاکلو پروسه به د «اغا خان» بنسټ په همکارۍ ترسره کېږي. 

تر دې وړاندې د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست له «تاکاشي اوکاتا» سره په کتنه کې د افغان محصلینو لپاره د تحصیلي بورسونو په برخه کې د دغه هېواد د اسانتیاوو د زیاتولو غوښتنه کړې وه.