لوګر کې ۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د لوګر امنیه قومانداني وایي تیره شپه وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې له امله یې دوه وسله وال ووژل شول او دوه نور ټپیان دي.
د امنیه قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو د محمداغې ولسوالۍ اړوند تنګي واغجان سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې په وینا یې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
خبرپاڼه زیاتوي چې ددغې نښتې پر مهال د وسله والو طالبانو یو میل وسله هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.