بلخ كې مېرمن كولتوري بهير اوولسمه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • زهرا
  • 1351

په بلخ كې مېرمن كولتوري ټولنيز بهير اوولسمه غونډه وكړه : زهرا كاكړ
د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د وري په ۲۷ مه، مېرمن كولتوري ټولنيز بهيراوولسمه غونډه د شمال دخلكو عنعنوي اصلاحې جرګې په دفتر د مومند بابا ادبي بهير خونه كې وكړه.غونډه د ملالۍ لخوا د قرانكريم په څو مباركو ايتونو د زرغونې توخي په كوربتوب پيل شوه، چې د ويندويي چارې يې زهرا كاكړ تر سره كولې.
د تېرې غونډې راپور د د جميلې د نه راتګ له امله ونه لوستل شو.
ازاده مشاعره  د طيبې مقدس د باران تر سرليك لاندې  په نثري ټوټه پيل وشوه
ورپسې ملالۍ څو ښكلې لنډۍ، قمر نوري او زهرا كاكړ شعرونه ولوستل.
د غونډې كوربه زرغونې توخي په ننۍ غونډه كې د ځينو غړو نه ګډون ته انديښنه وښوده. نوموړې له ټولو ملګرو څخه د بهير د لا ښوالي غوښتنه وكړه.
همداز د غونډې په پاى كې ذبيح الله احساس ګډونوال په پرله پسې توګه د غونډې ګډون ته وهڅول او زياته يې كړه چې دوى كولى شي په شمال او په ځانګړې توګه بلخ كې د پښتو ښځينه ادب لمن پراخه كړي.
 د راتلونكې غونډې لپاره د طيبې مقدس نثر كره كتنې ته وټاكل شو