محمد نبي یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ لومړی الراونډر شو

محمد نبي یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ لومړی الراونډر شو


  • 10 مياشتي دمخه (14/02/2024)
  • 434

د افغانستان کرکټ پیاوړی لوبغاړی محمد نبي په یو ورځنیو سیالیو کې د نړۍ لومړی الراونډر شو.

نوموړي د سريلانکا خلاف له ښو منډو جوړولو وروسته د بنګله دېش له شکیب الحسن دا ځای نیولی دی. 

شکیب الحسن له نږدې پنځو کالو راهیسې په پر له پسې ډول د نړۍ د غوره الراونډرانو په نوملړ کې اول و، خو تازه یې ځای محمد نبي ونیو. 

محمد نبي دا مهال ۳۹ کاله عمر لري له ده مخکې د سريلانکا دلشان په ۳۸ کلنۍ کې د نړۍ د غوره لوبغاړي په لومړۍ درجه کې راغلی و. 

د یادونې وړ ده، چې محمد نبي له دې وړاندې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو د الرونډرانو په درجه بندۍ کې هم لومړی مقام خپل کړی و.