د لغمان په یوه ځنګله کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې لګېدلی اور نه دی مهال شوی

د لغمان په یوه ځنګله کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې لګېدلی اور نه دی مهال شوی


  • 1 کال دمخه (13/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 407

د لغمان ولايت اليشنګ ولسوالۍ په يوه ځنګل کې له تېرو درېیو ورځو راهيسې اورلګېدلی، چې لا هم نه دی مهار شوی.

د سيمې اوسېدونکي وايي، له تېرو دوو ورځو راهيسې د سيمې سلګونه خلک د اور وژنې هڅه کوي؛ خو تر اوسه نه دي بریالي شوي. 

د اليشنګ ولسوالۍ د مېل درې اوسېدونکي زیاتوي، چې حکومت ورسره لا د اور په وژنې کې مرسته نه ده کړې.  

د سرچینې په خبره، تر اوسه د اور له امله شاوخوا ۴۰ جریبه ځنګل سوځېدلی دی.    

تر اوسه د دغې اورلګېدنې علت معلوم نه دی او نه هم د مالي او ځاني زیان په اړه یې څه ویل شوي دي.  

بل لورته حکومتي چارواکو هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په لغمان او ګاونډیو ولایتونو کونړ او نورستان په ځنګلونو کې اور لګېدلی او یوه برخه ځنګلونه د اور خوراک شوي.