ولسمشر غني د هېواد امنیتي وضعیت ارزونې پر مهال امنیتي ادارو ته امر کړی، چې د وضعیت د لا ښه کېدو او روانو بریدونو د مخنیوي لپاره دې خپل اقدامات لا پیاوړي کړي.
د ارګ مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې وایي، ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني په مشرۍ د اعلی سرقومندانۍ غونډه تېر مازدیګر په ارګ کې جوړه شوې ده.
د امنیتي ادارو مسوولینو په دې غونډه کې خپل راپورونه، د وروستیو امنیتي انکشافونو په اړه معلومات او راتلوونکي پلانونه له ولسمشر غني سره شریک کړي دي.
ولسمشر غني په دې غونډه کې ویلي، چې د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه کېدو او د طالبانو د بریدونو د دفع کولو لپاره دې امنیتي ادارې په خپلو کې همغږي ډېره کړي او لا ډېر مدیریتي او تاکتیکي سطحو کې لازم اقدامات ترسره کړي.
ورته مهال ولسمشر همدا راز د افغان ځواکونو پیاوړتیا او وروستۍ لاسته راوړنې ستایلې دي او ټینګار یې کړی چې د دوی اړتیاوو ته به پر وخت رسیده ګي وشي.
د یادونې ده، چې په وروستیو کې افغان ځواکونو د هېواد بېلابېلې سیمې د طالبان له شتون څخه پاکې کړې دي او یادې ډلې ته یې همدارنګه درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.