ایراني کارپوهانو په لومړي ځل له هلمند سیند لیدنه کړې

ایراني کارپوهانو په لومړي ځل له هلمند سیند لیدنه کړې


  • 1 کال دمخه (13/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 469

ایراني کارپوهانو د لومړي ځل لپاره د هلمند سیند له سرچینو لیدنه کړې ده.

ایراني رسنیو د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي له قوله ویلي، چې د دوی تخنیکي پلاوی دم ګړۍ په کابل کې دی او ډېر ژر به خپلې څېړنې شریکې کړي.

د هغه په وینا، دا لومړی ځل دی چې ایراني کارپوهان «د دهراوود» په سیمه کې د اوبو د اندازه کولو له تم‌ځای (سټېشن) څخه لیدنه کوي. 

که څه اسلامي امارت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ټینګار کړی، چې د ایران د حق‌آبې مسئلې ته ژمن دي.  

د یادونې وړ ده چې دغې مسئلې په دې وروستیو کې د کابل او تهران ترمنځ ناندرۍ راپورته کړې دي.