- 2 کاله دمخه (01/12/2021)
- سمسور پریس
- 973
سمسور(چهارشنبه د لېندۍ۱۰) د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي او د امریکایي پلاوي مشري د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ کوله.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې پر سیاسي، اقتصادي، روغتیایي، پوهنې، امنیتي او بشري موضوعاتو خبرې شوې دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله تویټر پاڼه لیکلي،له امریکايي لوري سره د اسلامي امارت خبرې ګټورې وې.
په مذاکره کې افغان پلاوي له امریکا غوښتنه کړې ده،چې په سملاسي توګه دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او سیاسي ملحوظات دې له بشري مسایلو سره نه ګډوي.
افغان پلاوي همدا راز پر خپلو مشرانو د بندیزونو لیرې کولو او له تور لېست څخه د مشرانو د اېستلو په اړه هم امریکایي پلاوي سره بحثونه کړي دي.
تراوسه پورې امریکايي پلاوي د دغو ناستو په اړه څه نه دي ویلي،خو د بهرنیو چارو وزارت وايي دواړو خواوې په راتلونکې کې هم د ورته ناستو په ترسره کولو هوکړې کړې ده.
سمسور پریس