د ملکي هوایي چلن اداره: تر اوسه د هوایي ډګرونو مدیریت په اړه کوم تړون نه‌دی شوی

د ملکي هوایي چلن اداره: تر اوسه د هوایي ډګرونو مدیریت په اړه کوم تړون نه‌دی شوی


  • 2 کاله دمخه (25/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1078

د ملکي هوایي چلن اداره وایي،  لا هم د کوم هېواد سره د افغانستان هوايي ډګرونو په تړاو کوم تړون نه‌دی لاسلیک شوی.

یادې ادارې په خپله رسمي فېسبوک پاڼې لیکلي، چې د افغانستان پنځو نړیوالو هوایي ډګرونو د تخنيکي خدمتونو تړون په اړه لا هم خبرې لا روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په خواله رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې د افغانستان پنځو هوايي ډګرونو مدیریت چارې قطر او ترکیې ته سپارل شوي.

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له قطر او ترکیې سره د کابل او څو نورو هوايي ډګرونو د چارو د سمبالولو په اړه خبرې دوام لري.

د ښاغلي مجاهد په وینا، دواړو خواوو سره د دوی خبرې روانې دي، خو تر اوسه کومې پایلې ته لا رسېدلي نه دي.

د یادونې ده چې د قطر او ترکیې پلاوي هم له دوحې کابل ته راغلي څو د یادو هوایي ډګرونو د مدیریت په تړاو تړون نهایي کړي.