اوچا: له پاکستانه د افغان کډوالو راتګ پر افغانستان فشار زیاتوي

اوچا: له پاکستانه د افغان کډوالو راتګ پر افغانستان فشار زیاتوي


  • 1 کال دمخه (14/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 483

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا (OCHA) له پاکستانه د اېستل شویو کډوالو پر ناوړه وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو ناڅاپي اېستل پر افغانستان فشارونه زیاتوي.

د دې ادارې د دفتر مشر دانیل اندریس وايي، له پاکستانه راستانه شوي کډوال د سرپناه، خوراکي توکو او ژمنیو جامو له کمښت سره مخ دي.

اوچا وايي، چې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارو خپلې مالي سرچينې د هرات زلزله ځپلو ته ځانګړې کړې او اوس د مرستندويه ادارو لپاره دا ډېره ستونزمنه ده، چې دغو کډوالو ته مرستې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ دوام لري او پاکستان د دغه بهیر د چټکتیا په موخه درې نورې لارې پرانېستې دي.