د پاکستان تر ټولو نږدې ملګری چین د امریکې له تګ وروسته پر پاکستان شکونه بېخي زیات کړي دي.
لومړی ګوزار هغه مهال پرې وشو، چې ولسمشرغني تاشکند کې افغانستان ته د لسوزرو جنګیالیو د اووښتو خبر ورکړ.
دغه وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزیر له ځایه وخوځېد او ټکان يې وخوړ، چې ګني موضوع بلې خواته تلوونکې ده.
له هغه وروسته په پاکستان کې د چینايي انجینیرانو ډلهییز وژنه د دغه هېواد غوږونه وکړونګول.
لهدې وړاندې پر چینایانو هېڅ داسې خطرناکه بمي پېښه په پاکستان کې نهوه شوې.
چین په خورا جدیت له پاکستانه د خپلو اتباعو او مسلکي انجینیرانو د وژنې د عامل پوښتنه وکړه.
دوی و انګېرل، چې دا د طالبوسلهوالو کار دی او ښايي د چین لهپاره کومه نوې دسیسه وي.
اسلاماباد ډېر ژر د دغه شک خنثاکولو په هدف چین ته خپل استازي ولېږل او د طالب د ليدلو رسمي بلنې ترې واخیستې.
هلته يې طالب ورسره مخ کړ، چې دغه ډله ده او تاسو ته زیان نهرسوي.
خو
چین ډاډه نهدی، ویريږي او خپله سرمایه يې سترګو ته کېږي.
پاکستان ته د اندېښنې خبره دا ده، چې بېجینګ په نویو ابهاماتو کې سر ښکته کړی.
له بلې خوا، چین د پخوا په نسبت هم پر خپل جېب لاس ایښی او د طالب د مصرفورکولو بیا سوچونه کوي.
پر دغې ډلې شکمن شوی، چې ولې داسې یو خونکاره عمل ته يې لاس پورې کړ.
په نړۍ کې یو تر ټولو عظیم اقتصاد يې د سخت جدي وایرس سره مخکېدونکی دی.
طالبجنګیالي د نورو تمويلکوونکو هېوادونو ترڅنګ یو مور لري هغه چین دی او د امریکې لهخوا د اقتصادي جګړې لهوجې بیخي مبجور و، چې په میاشت کې میلیونونه ډالره د دغو جنګیالیو له خېرنو پښو جار کړي.
اوس دغه موضوع خورا ضعیفه شوې او چین د دغه ګزاف او باهظ وزن د پورته کولو نه اوږه خالي کوي.
پاکستان د مالي سرچینو یو تر ټولو قوي منبع د لاسه ورکولی شي، خو شرط دا دی، چې د شک او ګمان اندازه تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي.
لومړی شک دا دی، چې چین په هېڅ صورت نهغواړي د خپل اقتصاد لهپاره نوی وایرس وزېږوي.
طالب وایرس دی، د وسلې زور، قتل، قتال، د ټوپک غږونه او د ظلم اوازې په شدت سره د سرمایو د فرار لامل کېدی شي.
چین هېڅکله دا نهغواړي.
فرضن که یوازې په چین کې یوه چاودنه وشي، نو د اقتصاد ګراف يې په نړېواله توګه سخت ځپلی کېږي.
بهرنیان، سوداګر او نور سرمایهداره خلک چې ځاني او مالي اندېښنې ومومي تر ټولو قوي اپشن يې د ځای ترککول او فرار وي.
یوازې يوه امنیتي پېښه چین دومره متضرر کولی شي، چې حتا که حساب ماشین را واخلو نو د بُعدونو له حسابه به يې عاجز شو.
بېجینګ د خپلو سرمایو د خوندي ساتلو په هدف مجبور دی، چې طالب سولې ته راوبولي او د پاکستان د اجنډا پر ضد عمل وکړي، کنه اقتصادونه په جګړو ګټل کېږي، خو ساتل يې سولهییزه او خورا ارامه فضا غواړي او دا چاره د طالبي وایرس لهوجې په جدي ډول ګواښل کېدی شي.
بلخوا ښکاري د افغانستان لهخوا باالمثل سیاستونو او عملونو ته هم قوت ورکړل شوی دی.
د پاکستاني طالبانو ګواښ او د دغه حکومت نه د ځينو ولسوالیو نیولو اخطارونه د دغه هېواد پوځي دستګاه خوځولې.
دا ګواښ نه، بلکې د نوې لوبې د پېل خبرداری دی، که هر هېواد يې پېلوي، نو پاکستان ته د خطر زنګ دی.
سرمایه، خلک او سوداګر يې فرار ته مجبورولی شي، اقتصادي زیربنا ګواښ سره مخ کېږي.
له بل لوري افغانحکومت په ځانګړي ډول ولسمشر غني ځکه داسې زړور غږېږي، چې هغه ته د طالب د چندې زور معلوم دی، پوهيږي کال ته به يې په چنده کې څومره کموالی راشي.
شپږ میاشتې د دوی د زور اخري حد دی او بل فصل ته به بیا د خبرو اترو میزونه ګرم شي.
د شپږو میاشتو امنیتي پلان پههمدې وجه پلی کېږي، چې طالب په دغو میاشتو کې نور د خبرو میز په عوض د جګړې مېدان ګرم ساتي، خو ښکاري چې د خپل نهایت زورونو او افغانځواکونو د دفاعي حالت او ځينو معاملو په صورت کې د ولسوالیو تر مرکزونو بل داسې پر نفوسه او مهم ولایت و نهشو نیولی، نو اوس بېرته د تهاجمي او تعرضي حالت په مقابل کې د پخوا په پرتله ضعف ته مېلان کولی شي.
طالب مذاکره کې د جګړې تله بایلي.
دوی د شپږو میاشتو وروسته او په ژمي کې د مذاکرې مېز ته توجه زیاته کوي او لابي يې اوس د جګړې له زوره شروع کړې.
که جګړه په قوت او تعرض په زورور انداز وشي، نو د ولسمشر باجرأته غږ او د سولې د ګټونکي په صفت غېر مستقیم اعلان يې معناداره کېږي.
د تشویش وړ خبره په هېڅ دلیل نشته، سوله حتمن راتلونکې ده.
دلایل د جګړې ضعیف شوي، دیني ریښه يې له بېخه وتلې او اقتصادي ريښه يې چې چین او روسیه وه هغه هم د امریکې په خروج وچېدو ته نږدې ده، نو ناارام او بې سرپوښه افغانستان د هر ګاونډ لهپاره د جدي خطر پرته هېڅ پېغام نهشي لرلی.
لومړی او ښکاره مثال يې د تاجکستان لهخوا د سلزریزې قوا اماده باش دی.
صرف یوازې سیاسي برخه کې تبلیغات زیات شول، چې د یو هېواد پر اوږو يې د سلزرو پوځيانو د تمویل او تجهیز لګښت ورغاړې کړه.
روسیې پخوا هېڅ د سیاسي خبرو او طالب سره د مخامخو اړیکو په اړه داسې بربنډ نه غږېدله، پخوا بیخي مصرف زیات و نوم يې نه، خو سیاسي اړیکې بیا طالب ته د جګړې ډګر د ضعف زیری ورکوي، معنا نوره همکاري به په خوله او کممصرف باندې کېږي.
اندېښنه نهده پکار صرف د طالب موسمي جګړه ده او سږکال يې بیا د مذاکراتو لهپاره خپل نهايي زور ته پښه بنده کړې.
د ژمي موسم کې به د دوی د مذاکراتو او خبرو شاهدان یو.
افغانحکومت د بدیل او باالمثل سیاست پرته بله هېڅ لاره نهلري.
یوڅوک چې بم درلېږي او ستا د وژلو پلان ورسره وي، زارۍ او کچکول ټيټول ورته بېمفهومه وي.
اوس خبره ښکاره ده.
پاکستان او طالب د افغانحکومت د پرځولو او افغانانو د وژنې ښکاره پلانونه جوړوي او دغه هېواد ورانوي.
درد چې ورکوې، ترڅو دردورکوونکي ته و نه ښایې درد نهشي درککولی.
درد په درد ځوابیږي.
د دوښمن لهپاره کممصرفه او تخنیکي پلاننیولو ته اشد ضرورت دی.
دا لکه دوه فريفایټران چې مېدان ته راځي، دواړه داسې کوښښ کوي، چې سبمېشن submission ته وار برابر کړي او عاجلتن پرې ټپاوټ وکړي.
پاکستان باندې بېخي ژر ټپاوټ کېږي.
لومړی مهم رګ يې چین دی او له وروستیو پېښو ښکاري، چې د پاکستان پر تندي خوله ماته شوې.