پخواني ولسمشر د کندهار پر ارغنداب برید غندلی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ د بهرنیو ځواکو هغه هوایي برید غندلی، چې په پایله کې یې د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اوه غړي ووژل شول. حامد کرزي دغه برید د بشر ضد جنایت بللی او په ښکیلو غاړو یې غږ کړی، چې نور د پردیو ګټو لپاره روانه جګړه ودروي. کرزي دغه جګړه یواځې افغانه وژنه او د پردیو ګټو خوندې کوونکې جګړه یاده کړې.