حمدالله محب: بښنه غواړم

حمدالله محب: بښنه غواړم


  • 2 کاله دمخه (20/05/2022)
  • سمسور
  • 833

سمسور (۳۰غویی۱۴۰۱) د افغانستان مخکېنی د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، د تېر جمهوري دولت پرځېدلو کې د خپلې ناکامۍ اړوند مسوولیت مني او له کبله یې بښنه غواړي.‌ 

ښاغلي محب له بي بي سي سره خپله تازه مرکه کې ویلي، هیله من دی چې نور ټول ښکېل کسان به هم وکړای شي چې رامخ ته شي او وضاحت ورکړي چې وضعیت څنګه و.

هغه همداراز ویلي، چې دا ورباندې د افغانستان د خلکو، تاریخ او هغو قربانیو پور دی چې په دې لار کې ورکړ شوې دي.‌

د نوموړي په خبره‌ دا کار به افغانانو لپاره د یوې ښې راتلونکې جوړېدو کې مرسته وکړي.

حمدالله محب د تېر کال د اګست پر ۱۵مه له مخکني ولسمشر محمد اشرف غني سره یو ځای یوه چورلکه کې له کابل ووت او طالبان پر همدې ورځ کابل ته ننوتل.‌

هغه وايي ټاکلې شوه وه، چې یوه مذاکراتي پلاوی دوحې ته ولاړ شي‌ او دی پخپله هم د دغه پلاوي‌ غړی و،‌ خو هر څه په ډېره چټکۍ بدل شول.‌

نوموړي په دې مرکه کې یو ځل بیا دا ټینګار هم کړی چې له هېواده له وتلو پرته بله لار نه وه ورپاتې