دمی په شپاړسمه د ملنګ جان په یاد یوه لویه غونډه د ډنمارک فرهنکي ټولنې لخوا جوړه شوي وه چي د میشتو اروپا لیکوالانو لندن، جرمنې ،سویډن ،ناروي او هالند څخه راغلیو مېلمانو پکې کډون کړی وو. غونډ ه د قرآن عظیم شان په مبارکو ایتونو د ډاکتر محمد آصف له خوا پیل شوه . ورپسې د ډنمارک د فرهنګي ټولنې د پښتو ښونځي زده کونکو له خوا ملي سرود واورول شو.دفرهنکې ټولنې مشر تابه جرګه ګۍ په استازي توب ښاغلي زمري محقق راغلو میلمانو ته ښه راغلاست ووې ور پسي یې د فرهنګي ټولنې وینا ووراوله په وینا کې یې زیاته کړه چي دا ټولې لیکنې به په کتابي بڼه چاپ کوي .ورپسې د ملنک جان په یاد د غونډې اړوند راغلي پیغامونه ښاغلي حبیب الله غمخور د سویدن د افغانانو په استازې توب ولوستل .وروسته د ډنمارک دقلم اواند دخاوندانو راغلي پیغامونه ولوستل شول .له پیغامونو نه وروسته دملنګ جان په اړوند د فرهنګ ټولنې او د ننګرهار د ملي راډیو تلویزیون په همکاري جوړ شوی فلم نندارې ته واړندې شو. په فلم کې د ملنک جان په هکله دهغه دکلېوال خبرې اود ملنګ جان مزار له ښودلو وروسته دارواښادملنګ جان د لورهغه خبرې چې ویل یې : چي ما مې پلار او مشر ورورندي لیدلي زه د پلارد مرګ نه ورسته پیدا شوې یم او د پلار په هکله به څه ووایم ځکه چې د پلار مینه مي نه ده لیدلي .او صرف د مور له خولې مې اوریدلي .او ژوند یی ډیر خراب و په یوه کوچني کورکې چې یوه کوټه یې درلوده دخپلو ماشومانو سره یې ژوند کاوه اوله دولت څخه یی هیله کوله چې ورسره مالي مرسته وکړي.دپام وړ وې . وروسته ښاغلي سعادت په ډنمارک کې د شورا ټولنې پیغام وړاندې کړ اودعبدالملک پرهیز لیکنه دصدیق ننګ صاحب له خواچې د اروښاد ملنګ جان په اړه یې یوه ښکلي څیړنه کړي وه او ډیره برخه یې د ملنک جان دیوه شاګرد ګلالي خبرې وې ولوستل شوه اود احمد شاه بابا علمي ادبې ټولنې له خوا ښاغلي ننګیال پڅرکې خپل مقاله وړندې کړه بیا دډوډۍ لپاره لنډه وقفه اعلان شوه چي له ډوډۍ وروسته پوهاند مجاور احمد زیار خپل وینا واروله ا وپه وینا کې یې د ملنګ جان سره په ډېر مشکل لیدل اوله ورستي دیدن نه څلور ورځې وروسته مړینه دهغه دوینا اخري برخه وه چې وروسته تګړه شاعر او لیکوال ښاغلي علي ګل پیوند خپل طنز واړندې کړ چې د میلمانو له خوا په چک چکو بدرګه شو . د افغانستاند فرهنګ ټولنې د پښتو ښونځي د زده کونکو له خوا د ملنګ جان لیکلي ترانه واړندې شوه
دا زموږ زیبا وطن »» دا زمونږلیلا وطن
دا وطن مو ځان دی »» دا افغانستان دی .
د ترانې له وړاندې کولو وروسته دارواښادملنګ جان په یاد مشاعره پیل شوه چې پخپل وار ښاغلي عبد الوهاب سرتیر . علي ګل پیوند ، سارا بیاباني ، صدیق ننګ . زرلښت حبیب ، عبدالملک بیکسایار ، مصطفی امان ، تلاش ، ودیر صافي ، عیسی بهرام او نور ودقلم اواند خاوندانوخپل شعرونه ووراول .پاتې دې نه وي چې دمشاعرې په برخه کې په ډنمارکي ژبه کې دارواښادملنګ جان ژباړلی شوی شعر دیکلمه او وړاندې شو دمشاعرې له برخې وروسته د ملنګ جان دکلام برخه پيل شوه چې موسیقي ته ځانګړې شوي وه په سرکې ښاغلي بهرام د ملنک جان درې شعرونه پخپل خواږه اوآز کې حاْضرینو ته وروارول چې دموسیقي په غږونه کې یې نجیب امیري او استاد طلا محمدهمکاري کوله وروسته له سویدن څخه راغلي خوږ ژبي سندر غاړي امان لله امیري استادرحماني او دلسوز له خواږو غزلو اورولو وروسته پروګرم له ټاکلي وخت سره سم دشپې په یوه بجه پای ته ورسید
یادګارې انځور ښاغلې یوسف هیوادوست پوهاند صیب زیار او سمسور