نورستان کې ۱۱ کان کیندونکي ژوبل شوي

نورستان کې ۱۱ کان کیندونکي ژوبل شوي


  • 1 مياشت دمخه (19/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 48

د نورستان ولایت امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د دواب ولسوالۍ اړوند په دهنه پیار سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کان کیندونکي ژوبل شوي دي. 

یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا ترافیکي پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د یوه ډاکسن موټر د چپه کېدو په نتېجه کې رامنځته شوې، چې له کنړ ولایت څخه یې یادې ولسوالۍ ته کان کیندونکي لېږدول. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټپیان د امنیتي مسئولینو له لورې د درملنې په پار د یادې ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي؛ خو ځيني سخت ژوبل شوي یې د ښې درملنې په موخه د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدولي دي. 

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې هم په یاد ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس ووژل شو او اووه تنه نور ژوبل شول.