د دانه وانه لونګو پر لار


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نورالحبيب نثار
  • 1269

 ښاغلی شمس الدين شمس مې چې له کله نه د افغان ادبي بهير غونډو کې لېدلی او هلته مې د ده شاعري اورېدلې، نو کتلي مې دي چې د بهير هرې اونيزې غونډې ته يې نوی غزل راوړی او زياتره يې وروستی غزل تر مخکي هغه ښه وي. دی مشر سړی دی او  په زړه پورې خبره ده چې د ده غزل د ځوانانو د هغه غوندې له يوې ورځې نه بلې ته وده کوي!

د ښاغلي شمس شاعرۍ کې د پښتونولۍ مفاهيم، د ښېګڼې تصورات او کليوالي انځورونه ډېر دي. تقريبا، هر غزل يې دغه ښکلا ګانې لري. د رحمان بابا رحمة الله عليه په وينا، په غزل کې خو دوه بيته انتخاب وي.... د ښاغلي شمس تقريبا هر غزل دوه درې داسې بيتونه لري چې د ده د شاعرۍ پېژندګلوي کولی شي.
د ښاغلي شمس په شاعرۍ کې مې د ده دا تجربه هم وکته چې کله يې خپل کوم غزل خوښ شوی، نو پر هغې مځکې يې بيا څو څو غزلې ليکلي دي. ده د معنا او آهنګ دواړو له پلوه ښه چست غزل هم ليکلي؛ جګ او ټيټ نه لري؛ سر تر پايه يو لاس دي؛ مثلا:
ياره ستا سترګې مې بل خوا ته راکاږي                                  
لاس نيولی مې د ګل خوا ته راکاږي
زه په خپله خوښه نه ورځمه دار ته
پرښتې مې د غزل خوا ته راکاږي
ستا په خاوره کې وطنه څه کمال دی
هر يو وږی د کابل خوا ته راکاږي 
که هر څومره ځان ګوښه کړمه له خلکو
تفکر مې د عالم خوا ته راکاږي.
يا:
په اوږو د ارزوګانو جنازې وړم
ستا د کلي نښه يوه لپه ايرې وړم
نورې پېغلې ځي ګودر ته مازيګر کې
زه منګی سيند ته اوبو پسې د شپې وړم
ستا يادونه پرې ژوندي ساتمه ياره
په لمن کې مې د خيال بلې ډيوې وړم.
له عالم سره کلی کور کول د ټولنيز تفکر زېږنده ده. د خلوت ضرورت او اهميت ښايي په همدې کې وي چې بنيادم ته د تفکر فرصت ورکوي او د تفکر نتيجه کې خلکو کې د عالمي پيوستون او خواخوږۍ روحيه ايجادېږي او وده کوي. د عالم خوا ته د ښاغلي شمس تمايل راته له فکري پلوه د ده د انساني او اجتماعي ارمان حکايت کوي.   
د محاورو او ټوټکو کارول او له پېښو او شيانو نه د محاورو او ټوټکو غوندې تعبيرونه کاږل د ده د شاعرۍ يوه بله په زړه پورې ځانګړنه ده. ژبنۍ نيمګړتياګانې لږ لري. شاعري يې عام فهمه ده. مګر، د خواصو د مذاق مطابق مضامين او مفاهيم هم لري.
خوله کړه راټوله له جانانه ګيله څه له کوې
زړه د مين شمسه د غنو پر شپاله پرېوځي.
لکه چې بيا يې خوب کې ولېدلم
خوب کې مې بيا د جانان خوله رپېږي.
ګرمي چې ستا د خولې زما په شونډو ولګېږي
فکر مې سر کې آشنا ستا د بېلتانه وګرځي. 
د بڼو غشي راته مه کږوه
لکه چنار پخپله اور اخلمه.
" له ماښام سره د قسمتونو پيوندېدل" د تيره بختۍ او بدشامتۍ يو زبردسته ذهني انځور دی. د تياره تقدير د بدلولو هوډ د شازلميو او شامېړنيو په مټ کېږي. ځکه خو شاعر د هغه د بدلولو له پاره په ورغویو کې د ډيوو بلولو غږ کوي. د مضمون نوښت همدې ته وايي. د دې بيت رغوونکي مفاهيم (ورغوي، ډيوې، قسمتونه، او ماښام)  درست سره لکه د نورې ژبې زاړه دي، مګر  سکښت او رغښت يې نوی مضمون پنځولی دی.
راځئ بلې په ورغويو کې ډيوې کړو
قسمتونه له ماښام سره پيوند شول.
ګودر د نجونو خلوتکده وي. د زړه خواله په کې کوي. د خپل لالي د جلال و جمال باټې وهي. دا د دوی د سيالۍ ځای دی. دوی له سرو سپينو او ورېښمينو شيانو سره زښته زياته مينه لري. خو فقر بد شی دی. د دې توکيو د مېرمنو په وړاندې به د مښليو یا وړينو جامو مېرمنې ضرور د کمي احساس کوي. د محبوبې دغه احساس ته په کتو ميېن هغې ته د فخر تلقين کوي. رښتيا ده چې فخر  په دېس او دېسي شيانو په کار دی. باچاخان رحمة الله عليه او مهاتما ګاندي د ديسي شيانو د کارولو له توصيې سره برتانوي کمپنۍ ته د هند په قاره وزمې کې ماتې ورکړه. 
هسکه غاړه ځه همزوليو کې ګودر ته
لوپټه دې اوبدل شوې له وړۍ ده.
د خپل جګړې ځپلي هېواد د يوه کلي او په دغه کلي کې د انساني تلفاتو انځور يې په ډېر لوړ انداز  کاږلی دی:
هديرې ته که زموږ د کلي راغی
خوله به وازه ورته پاتې د اجل شي.
هر قدم په بسم الله کلي کې اخله
د دې کلي مازيګر سوری سوری دی.                            
په ورغوي کې ډيوې وړل او ډيوه بلول د شاعر يو په زړه پورې موټيف او مضمون دی. بيا بيا يې کاروي. او په بېلابېل انداز یې کاروي: 
د شهيد جانان مزار ته مې ورځمه
هديرې ته په ورغوي کې ډيوه وړم.
ستا يادونه پرې ژوندي ساتمه ياره
په لمن کې مې د خيال بلې ډيوې وړم.
شمسه چې ټول پرې ورکه لار پيدا کړي
ډیوه په سر کې پاس د غره لګوم.
راځئ بلې په ورغويو کې ډيوې کړو
قسمتونه له ماښام سره پيوند شول.
سيد قطب رحمة الله عليه فرمايي چې که د خلکو په زړونو حکومت وکړئ نو هغو به خپل سرونه درباندې وشندي. شمس همدغه خبره په يوه بل انداز کوي:
په توغندو جونګړې څه له ولې
په محبت مې د زړه ښار ونيسه.                  
پتنګ او پروانه له ګل سره مينه لري او ګل د دواړه محبوب دی.  شاعر د مینې د پيغام په توګه د ګل په نمانځنه اصلا له دواړو ميېنانو سره خواخوږی کوي او په ډېره ښه توګه يې کوي.
هره ورځ اوبه شيندم د ګل په پاڼو 
د پتنګ او پروانې مې ډېر څه زده کړل.
شاعر د خدنګونو پروا نه ده لرلې، حتی جنت لره هم د نريو وروځو پر لارې وتلی او غزل يې ليکلی دی. او چې په سره سالو کې يې د محبوب له رخساره رڼاګانې وځي نو شپه تر سهاره يې د زړه پر بام رنګونه  ووري. همدغه وجه ده چې غزل يې هم رنګ لري او هم خوند.
د بڼو څوکې دې جانانه ورته مه کږوه
پرېږده جنت ته د نرو وروځو پر لاره وځي.
د زړه پر بام مې تر سهاره رنګ راوورېږي
په سره سالو کې چې رڼا ستا له رخساره وځي.
په دې شعري ټولګه کې يو نيم ښکلي عارفانه بيت باندې هم لوستونکی پېښېږي؛ مثلا:
راځه چې دواړه نن د زړونو لار يوه کړو سره
دواړه پر يوه لار روانېږو چې کوڅې ورکې شي                                                         
ناويلې دې نه وي پاتې چې د شعرونو په دې ټولګه کې  د ځينو نازکو پېښو د بيان داسې بېلګې هم شته چې دې شاعرۍ ته يې ځينې ځای رندانه رونق ورکړی دی:
يار چې مې کله د سرو شونډو شکرانه راکوي
له ډک منګي سره د پېغلو له کتاره وځي.  
شپه يې سهاره پورې غېږ کې راته تېره نه کړه
يار مې په نيمه شپه کې شمسه له مړونده تښتي.
دواړه به ياره پټېدلو د يو بل غېږه کې
کله چې څاڅکي په ځنګله د بارانه ورېدل.
شېخه د تا غوندې بېکاره نه يم
يار پسې لار کې لوپټې ګرځوم.                                         
مګر په کلي توګه د شمس په شاعرۍ کې د داسې چاپېرچل عکاسي شوې چې لولپه شوی، فقط يوه لپه ايرې پاتې دی. د ځوانانو يې دارزوګانو جنازې پر اوږو دي. پېغلې يې مازیګری نه لري، اوبو پسې د شپې ګودرونو ته ځي. او که وګړيو يې لمنو کې د خيال ډيوې بلې کړي نو د خپلو عزيزانو يادونه ورباندې ژوندي ساتي. دې شاعرۍ کې تاسو د بورو او ورارو ساندې او سلګۍ اورﺉ. مګر له دا ټولې ټريجيډۍ سره سره، په کې د مينې او محبت پيغام جوت دی. تر دې چې په کومه وينا کې دغه وړ پيغام نه وي، شاعر يې سپېره ګڼي او د تر خاورو لاندې کولو سپارښتنه يې کوي. هيله ده چې لوستونکي به د دې ټولګې د لوستلو پر مهال د دانه وانه لونګو پر لارې ځای پر ځای د سپاندو او سپېلنيو ننداره وکړي. 
نورالحبيب نثار
خوشال مېنه، کابل.