ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره د غوښتل شوې بسپنې ۲۵سلنه مو ترلاسه کړې

ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره د غوښتل شوې بسپنې ۲۵سلنه مو ترلاسه کړې


  • 1 کال دمخه (05/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 574

ملګرو ملتونو ویلي، چې د افغانستان لپاره د غوښتل شوې بسپنې یوازې ۲۵ فیصده برخه ورسپارل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د معلوماتو له مخې تر اوسه د ۳ اعشاریه ۲ ملیارد ډالرو په ارزښت د غوښتل شوې بسپنې یوازې ۲۵ فیصده برخه ورکړل شوې ده.

دغه بسپنه په افغانستان کې روان میلادي کال د ملیونونو کسانو د لاسنیوي لپاره غوښتل شوې وه.

ملګرو ملتونه وايي په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۹ ملیونه او ۲۰۰زره کسانو ته زیات شوی دی.